د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د امریکا د اقتصادي فشارونو له زیاتېدو سره سره، د تهران پر ضد د واشنګټن د اقتصادي جګړې موخې نه دي ترلاسه شوې.
پزشکیان په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، د ایران حکومت د ځانګړو شرایطو د مدیریت لپاره نوې تګلاره غوره کړې ده.
د ده په وینا، د ایران د مخالفانو هدف په وروستیو میاشتو کې د دغه هېواد د اقتصادي حیاتي لارو پرې کول او پر خلکو فشار راوړل وو.

هغه زیاته کړې چې اقتصادي فشارونه زیات شوي، خو د حکومت د اقداماتو او د خلکو د ملاتړ له امله د ایران پر وړاندې د فشارونو اصلي موخې نه دي عملي شوې.
د پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي او اقتصادي کړکېچ دوام لري
پزشکیان مخکې ویلي وو چې تهران د جګړې د دوام غوښتونکی نه دی او د ستونزو د حل لپاره خبرو او یوې موافقې ته چمتو دی، خو د فشار او پوځي ګواښونو له لارې به تسلیم نه شي.


