د «اوراسیا نیت» د یوې تحلیلي مقالې له مخې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو د سیمې په جیوپولیټیک وضعیت کې بدلون راوستی، خو افغانستان یې د منځنۍ اسیا لپاره له ستراتیژیک اهمیته نه دی غورځولی.
په راپور کې راغلي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه اوس له افغانستان سره د امنیتي اندېښنو ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیت، اقتصادي همکاریو او سیمهییز اتصال پر پراختیا هم تمرکز کوي.

په دې برخه کې ازبکستان هڅه کوي افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د یوه مهم سوداګریز دهلېز په توګه مطرح کړي.
د راپور له مخې، تاشکند په ۲۰۲۵ کال کې د «ترمذ خبرو» بهیر د دایمي سیمهییز چوکاټ په توګه پیل کړ او د دغه بهیر په دویمه ناسته کې، چې د ۲۰۲۶ کال په جون کې ترسره شوه، د ترانسپورټ، لوژستیک، سیاسي خبرو او بشري همکاریو پر پراختیا بحث وشو.
کابل هم د روان کال په اپرېل کې د منځنۍ اسیا له ټولو پنځو هېوادونو سره په مشورتي ناسته کې د سوداګرۍ، امنیت او سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا وړاندیزونه مطرح کړل.

خو «اوراسیا نیت» لیکي چې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو لومړیتوبونه توپیر لري؛ ازبکستان پر اقتصادي اړیکو او ترانزیت، تاجکستان پر سرحدي امنیت، ترکمنستان پر انرژۍ او بېطرفۍ او قزاقستان پر اقتصادي او دیپلوماتیک تعامل ټینګار کوي.
په راپور کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د سوداګریزو لارو پر وړاندې ستونزې د افغانستان لپاره د شمالي ترانزیتي مسیرونو ارزښت زیاتوي.
له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان سره د لارو پیاوړتیا کولی شي افغانستان ته د سوداګرۍ او ترانزیت بدیل فرصتونه برابر کړي.

راپور همداراز ټینګار کوي چې له کابل سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو پراختیا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه ده.
د شانګهای همکاریو سازمان په سیمهییزو بحثونو کې د افغانستان موضوع لا هم مطرح ده او د ټولشموله حکومت پر جوړېدو یې ټینګار کړی دی.
د راپور په پای کې ویل شوي چې امریکا هم، سره له دې چې له افغانستانه یې خپل پوځي حضور پای ته رسولی، په منځنۍ اسیا کې دیپلوماتیک فعالیتونه روان ساتلي دي.

د «اوراسیا نیت» په ارزونه کې، د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان د سیمهییز اهمیت مدیریت تر ډېره د سیمې د هېوادونو په لاس کې لوېدلی او افغانستان لا هم د امنیت، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال لپاره مهم موقعیت لري.


