د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیبخان وايي، ۲۵ افغان لوبغاړي د متحده عربي اماراتو د DP World ILT20 لیګ د پنځم پړاو لپاره د شپږو فرنچایز لوبډلو برخه شوي دي.
د نصیبخان په وینا، د لیګ د اصولو له مخې هره لوبډله اړ ده چې لږ تر لږه څلور افغان لوبغاړي په خپل ترکیب کې ولري او په هره لوبه کې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي په وروستي ۱۱ کسیز ترکیب کې ولوبوي.

هغه وايي، فضلالحق فاروقي او رحمنالله ګربز د لوبغاړو له داوطلبۍ وروسته داسې قراردادونه ترلاسه کړي چې د مالي ارزښت له پلوه ریکارډ بلل کېږي.

د کرکټ بورډ د اجرائیه رئیس په خبره، په دغه لیګ کې د افغان لوبغاړو پراخ حضور د افغانستان او اماراتو کرکټ بورډونو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ پایله ده، چې موخه یې افغان لوبغاړو ته د مسلکي لوبو، نړیوالې تجربې او مالي ملاتړ لا ډېر فرصتونه برابرول دي.

نصیبخان زیاتوي، د کرکټ بورډ د تګلارې له مخې لوبغاړو ته په افغانستان غوره لیګ سربېره په درېیو نړیوالو لیګونو کې د لوبېدو اجازه ورکول کېږي، څو له یوې خوا د لوبغاړو کاري فشار کنټرول شي او له بلې خوا ځوانو او نویو لوبغاړو ته په نړیوالو سیالیو کې د تجربې ترلاسه کولو زمینه برابره شي.


