د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سیاسي او د سولې ټینګښت چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي روزمري ډیکارلو سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې د طالبانو حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت، بشري مرستو، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر اړتیاوو او د هغوی د دوامدار بیا ادغام لپاره د ګډو او همغږو هڅو پر اهمیت خبرې شوې دي.
د وزارت په وینا، دواړو لورو د اقلیم بدلون او اوبو په برخو کې د افغانستان د ځانګړو اړتیاوو او لا زیاتو همکاریو، سیمهییز وضعیت او د دوحې پروسې اړوند د نویو فرصتونو د موندلو په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.
په لیدنه کې د افغانستان په اړه د راپورونو، څرګندونو او ارزونو د لا کره او متوازن انعکاس لپاره د دقیقو معلوماتو او باوري سرچینو پر کارولو هم ټینګار شوی او دواړو لورو د هغو همکاریو پر اهمیت خبرې کړې چې عملي پایلې ولري او د افغانانو پر ژوند مثبت اغېز وکړي.
یاد وزارت ویلي، متقي او ډیکارلو د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د زیانمنېدو په اړه هم اندېښنې شریکې کړې او د ملکي وګړو پر ساتنې او د ورته زیانونو د مخنیوي پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
همداراز، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې رباب فاطمې د راتګ او له نوموړې سره د لازمې همغږۍ او همکاریو په اړه خبرې شوې دي.


