د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال، ملا حیاتالله مهاجر فراهي وايي، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې دغه هېواد یو ځل بیا په جګړو کې ښکېل کړي او روان بنسټیز پرمختګونه ټکني کړي.
مهاجر فراهي وايي، د دغو هڅو موخه د هېواد د آبادۍ د بهیر ورو کول دي، خو په خبره یې، د طالبانو حکومت وضعیت له ټولو اړخونو ارزوي.

نوموړی زیاتوي چې د حکومت پرېکړې د ځمکنیو واقعیتونو او د هېوادنیو ګټو په پام کې نیولو سره کېږي او د موجودو ننګونو پر وړاندې د چلند لپاره ټول غوراوي تر ارزونې لاندې نیول کېږي.


