د مدینې د برېښنا پر مرکز د برید ادعا؛ حوثیان وایي، موږ برید نه دی کړی

0
50

رویټرز راپور ورکړی چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف، حوثیان تورن کړي چې د سعودي عربستان په مدینه منوره کې یې پر هغه برېښنا وېش مرکز برید کړی، چې د مسجد نبوي برېښنا هم برابروي.

د ائتلاف په وینا، په دغه برید کې یو ټرانسفارمر له فعالیت څخه لوېدلی، خو د برېښنا عمومي شبکه نه ده ګډوډه شوې او د برېښنا رسونه نه ده پرې شوې.

بلخوا، حوثیانو د سعودي ائتلاف دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دوی پر دغه برېښنايي مرکز برید نه دی کړی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ