پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک وایي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د بېوسلې پښتنو وژل کېدل تصادفي نه دي او د تاوتریخوالي پړه پر پښتنو اچول د حقیقت د پټولو هڅه ده.
خټک پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، سیمهییز «جګړهمار قراردادیان» د لویو قدرتونو په ملاتړ داسې جګړه پر مخ وړي چې موخه یې، د نوموړي په وینا، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو مستعمره کول دي.
هغه ټینګار کړی چې د جګړو اصلي قربانیان بېوسلې پښتانه دي، خو ځینې کسان هڅه کوي چې د همدې تاوتریخوالي مسؤلیت پر دوی واچوي.
د خټک دا څرګندونې داسې مهال دي چې تېره ورځ د پاکستان په هوایي بریدونو کې هلمند او کونړ کې ۱۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول چې ډېری یې ښځې او ماشومان وه.


