د بدلون لپاره د ښځو یووالي دفتر په هلمند او کونړ کې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه دفتر په وینا، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي، چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.

دغه دفتر له پاکستانه د ملکي وګړو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي د کمولو او د دیپلوماتیکو لارو د امنیتي ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
همداراز یې د یادو بریدونو د خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.


