تارړ: تحریک انصاف دې پرېکړه وکړي چې د پاکستان که د افغانستان ترڅنګ درېږي

0
74
ISTANBUL, TURKIYE - DECEMBER 13: Pakistani Federal Minister of Information and Broadcasting, National Heritage and Culture, Attaullah Tarar participates as a speaker on the panel 'AI in National Strategy: Governmental Perspectives on Digital Transformation and Strategic Communication' moderated by presenter Robyn Dwyer (not seen) at International Strategic Communication Summit (Stratcom Summit '24), organized by Turkish Presidential Communications Directorate, in Istanbul, Turkiye on December 13, 2024. (Photo by Agit Erdi Ulukaya/Anadolu via Getty Images)

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ وايي، تحریک انصاف باید پرېکړه وکړي چې د پاکستان ترڅنګ درېږي او که د افغانستان.

تارړ په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ په اور کې سوځي، خو د دغه ایالت د حکومت ټوله پاملرنه له زندان څخه د یوه بندي د خوشې کولو پر موضوع ده.

نوموړي ادعا کړې چې په خیبر پښتونخوا کې ورانۍ ډېرې شوې او ایالتي حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وايي، خیبر پښتونخوا حکومت هر کال د ملي مالي کمېسیون له لارې میلیاردونه روپۍ ترلاسه کوي او پوښتنه یې کړې چې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره ځانګړې شوې پیسې په کومه برخه کې لګول شوې دي.

د هغه په وینا، د کورنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا پولیسو ته د پرمختللو او زغره‌والو موټرو د ورکولو وړاندیز کړی و، خو ایالتي حکومت رد کړی دی.

په همدې خبري غونډه کې د کورنیو چارو وزیر دولت وزیر طلال چوهدري هم پر تحریک انصاف نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې ولې دغه ګوند د افغانستان په اړه «نرم دریځ» لري.

نوموړي ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا په نوي پولیس قانون کې هم د پولیسو د واک د محدودولو هڅه شوې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ