په شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۵ زره بهرني وګړي افغانستان ته تللي او ترې وتلي

0
50

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد له رسمي سرحدونو او هوايي ډګرونو څخه شاوخوا ۱۵ زره او ۴۴۹ بهرني وګړي افغانستان ته داخل او له هېواده بهر شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۸ زره او ۵۳۸ بهرني وګړي افغانستان ته داخل شوي چې ۳۴۹ یې ښځې وې.

همداراز ۶ زره او ۹۱۱ بهرني وګړي له افغانستانه وتلي چې ۱۹۷ یې ښځې وې.

د احصایې ادارې په وینا، له افغانستان سره د ځمکنیو لارو د تګ راتګ شمېر تر هوايي سفرونو ډېر و؛ ۸ زره او ۴۳۷ کسان د ځمکنیو سرحدونو له لارې او ۱۰۱ کسان د هوا له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د ادارې د معلوماتو له مخې، له راغلو بهرنیانو څخه ۹۳۱ کسانو د افغانستان د تاریخي او لرغونو سیمو د لیدنې لپاره سفر کړی و، خو پاتې کسان د کار په موخه هېواد ته راغلي دي.

نیمروز د بهرنیو وګړو د داخلېدو تر ټولو ډېر شمېر ثبت کړی، چې ۵ زره او ۳۴ کسان پکې شامل دي.

ورپسې هرات دی چې د ځمکنیو او هوايي لارو له لارې ۲ زره او ۶۵۹ بهرني وګړي ورغلي دي.

پاتې کسان د فاریاب اقینې، بدخشان اشکاشم، کندهار سپین بولدک او بلخ حیرتان له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ