
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د ختیځې مدیترانې د هغو نهو هېوادونو په ډله کې و چې د نس ناستي او کولرا نږدې ۸۰ سلنه نړیوالې پېښې پکې ثبت شوې وې.
د دغه سازمان په وینا، تېر کال په افغانستان او د سیمې په اتو نورو هېوادونو کې له ۶۴۳ زرو ډېرې د نس ناستي او کولرا پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۲۳۵۴ کسان مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کمزوري روغتیايي خدمات، پاکو اوبو ته محدود لاسرسی، د حفظالصحې ستونزې، بېځایه کېدل، ګڼېګوڼې او اقلیمي بدلون د دغو ناروغیو د خپرېدو مهم عوامل دي.
د سازمان د تازه راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې افغانستان کې له ۱۸ زرو ډېرې د نس ناستي او ۶۴ زرو څخه ډېرې د سینهبغل پېښې ثبت شوې دي.

په همدې میاشت کې د شري، ډینګي او کریمیا ـ کانګو تبې هم سلګونه شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
سازمان خبرداری ورکوي چې د پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او واکسینونو کمزوری پوښښ، او د راستنېدونکو کسانو زیاتوالی د افغانستان پر روغتیايي سیستم فشار زیاتوي.

