د پاکستان او نړیوال وجهي صندوق ترمنځ نن د پور پروګرام د بیاکتنې رسمي خبرې پیلېږي

0
51

د پاکستان او نړیوال وجهي صندوق (IMF) ترمنځ به له نن ورځې د پور پروګرام د بیاکتنې په اړه رسمي مذاکرات پیل شي.

د راپورونو له مخې، پاکستان به د خبرو پر مهال د حاکمیتي شتمنۍ صندوق او د انرژۍ د ګرځنده پور د کمولو په اړه نړیوال وجهي صندوق ته معلومات وړاندې کړي.

همداراز به د بورې د سکټور د مقرراتو نه ازادولو لاملونه، د حساب جاري کسر، لومړني مالي مازاد، د بهرنیو اسعارو زېرمې او د تبادلې نرخ په اړه معلومات شریک شي.

د نړیوال وجهي صندوق او د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې (FBR) ترمنځ په جلا خبرو کې به د مالیاتي شبکې د پراخولو او مالیاتي اصلاحاتو په اړه بحث وشي.

د پاکستان د ملي احتساب ادارې (NAB) او د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) چارواکي به د پیسو مینځلو او د ترهګرو د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره د ترسره شوو اقداماتو په اړه نړیوال وجهي صندوق ته معلومات ورکړي.

د انرژۍ وزارت به د انرژۍ د ګرځنده پور او اړوندو اصلاحاتو په اړه معلومات وړاندې کړي، او له ایالتونو سره به د مالیاتي او غیرمالیاتي عوایدو د راټولولو د ښه کولو پر اقداماتو هم خبرې وشي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ