له هند سره د افغان ابدالیانو لوبه د باران له امله لغوه او افغانستان له اسیايي لوبو بهر شو

0
64

د ۲۰۲۶ کال د اسیايي لوبو په ترڅ کې د افغانستان او هند ترمنځ د کرېکټ لوبه د سخت باران او د لوبغالي د لوندبل له امله لغوه شوه او له دې سره د افغان ابدالیانو سفر هم پای ته ورسېد.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د لوبې د ترسره کېدو شرایط برابر نه شول.

د لوبې له لغوه کېدو وروسته هند نیمه‌پایلوبې ته ولاړ، خو افغان لوبډله له سیالیو بهر شوه.

افغانستان د ګروپي پړاو په لومړۍ لوبه کې جاپان ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه، خو له نیپال څخه یې د پنځو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه او دویم پړاو ته یې لار وموندله.

د دغو سیالیو په بلې لوبه کې د پاکستان او هانګ‌کانګ ترمنځ سیالي هم د باران له امله لغوه شوې، چې ورسره پاکستان نیمه‌پایلوبې ته لار ومونده او هانګ‌کانګ له سیالیو بهر شو.

افغانستان د اسیايي لوبو په تېر پړاو کې پایلوبې ته رسېدلی و او د سپینو زرو مډال یې ګټلی و.

په روان پړاو کې بیا د افغان لوبډلې پر انتخاب او د لوبغاړو پر ټاکلو نیوکې شوې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ