اتمر: پر افغانستان د پاکستان بریدونه دې په بېړني ډول ودرول شي

0
45

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

اتمر ویلي، دغه اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، نړیوالو قوانینو، سوله‌ییز ګډ ژوند او د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي.

نوموړي له ملګرو ملتونو او د امنیت شورا له غړو غوښتي چې د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره بېړني او اغېزمن ګامونه واخلي.

اتمر له سیمه‌ییزو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګډ او همغږي دریځ خپل کړي.

هغه له یوناما او اړوندو بشري حقونو او بشردوستانه ادارو غوښتي چې د بریدونو پایلې په خپلواکه توګه وڅېړي او زیانمنو شویو خلکو ته لازمې مرستې ورسوي.

اتمر ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د حل لپاره باید د پوځي تقابل پر ځای ډیپلوماسۍ او سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ته مخه وشي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ