حکمتیار: د پاکستان پوځ د امریکا نیمګړي پلانونه عملي کوي

0
79

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ په قصدي ډول د جګړې اور تازه کوي او د امریکا نیمګړي پلانونه عملي کوي.

حکمتیار خبرداری ورکړی، که جګړه دوام وکړي، ښايي پاکستان تر افغانستان ډېر له خطرونو سره مخ شي.

هغه لیکلي:«دوی بايد په دې پوه شي چې دا جګړه به پاکستان ته تر موږ زياته خطرناکه تمامه شي.»

نوموړي ویلي، د جګړې په دوام سره به په پاکستان کې ناامني زیاته شي او دغه هېواد به په سیمه‌ییزه کچه هم له مخالفتونو او انزوا سره مخامخ شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ