د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه چې افغان ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې، او په پاکستان کې پر ملکي وګړو د زور زیاتي زیاتوالی، له یو بل سره تړلې غمیزې دي.

خلیلزاد ویلي، دا وضعیت د پاکستان د واکمن جوړښت له لوري پر افغانانو او پاکستاني وګړو تپل کېږي.
هغه زیاته کړې چې له بده مرغه، تر اوسه د وضعیت د بدلون کومه نښه نه ویني.
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د پاکستاني وګړو پر وړاندې د زور کارولو په اړه اوسني نښې ښيي چې په راتلونکو ورځو کې ښايي وضعیت لا خراب شي.


