د طالبانو حکومت د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ

0
49

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو په اړه یې شدید اعتراض څرګند کړی دی.

وزارت ویلي، شارژدافیر ته یې احتجاج لیک هم سپارلی او د پاکستان وروستي بریدونه یې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د تېرې شپې په بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه وزارت بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا اقدامات د اسلامي، نړیوالو، بشري او د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي.

د طالبانو حکومت هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د پاکستان وروستۍ امنیتي پېښې له افغانستان سره تړاو لري او ویلي یې دي چې د دغو ادعاوو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده.

وزارت ټینګار کړی چې د پاکستان دا ډول اقدامات د وضعیت د لا ترینګلتیا او په سیمه کې د تشنج د زیاتېدو لامل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ