په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو څېړنه له ځنډ سره مخ شوه

0
71

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د بریتانیا دفاع وزارت شاوخوا ۹۷ میلیونه نوي اسناد موندلي چې ښايي یوه برخه یې په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له‌خوا د ملکي وګړو د احتمالي وژنو په اړه له روانې څېړنې سره تړاو ولري.

British Royal Marines patrol outside camp Taylor, the British forward
operating base in Afghanistan, May 2, 2002. British Royal Marines
backed by U.S. troops, special forces and air power swept through the
mountains in Southeast Afghanistan in a major new hunt for al
Qaeda-Taliban fighters. REUTERS/James Vellacot/POOL

MC

د دغو اسنادو موندل په داسې حال کې دي چې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له‌خوا د افغانستان د جګړې پر مهال د ۵۴ کسانو د مشکوکو وژنو په اړه څېړنه په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوې وه.

د څېړنې د پلاوي مشر ویلي، د اسنادو ناوخته موندل ښايي د تحقیقاتو بهیر لا ډېر وځنډوي.

تر اوسه د بریتانیا دفاع وزارت د دغو اسنادو د محتوا او په افغانستان کې د احتمالي سرغړونو په تړاو د هغوی د دقیقې اندازې په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ