د کرزي پر کور د طالبانو کلک بندیز؛ نږدې کسان یې له ورتګ منع شوي

0
60

د پخواني ولسمشر حامد کرزي پخواني سلاکار احمدالله علیزي د هغو راپورونو پخلی کړی چې طالبان د کرزي کور ته د نوموړي د نږدې کسانو د ورتګ مخه نیسي.

علیزي د کرزي پر وړاندې روان وضعیت «خورا خواشینوونکی» بللی او ویلي یې دي چې له کابل څخه خپرېدونکي انځورونه د طالبانو له هغې غوښتنې سره په ښکاره ټکر کې دي چې له افغانانو غواړي هېواد ته ستانه شي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات به وضعیت لا ترینګلی کړي او د طالبانو کورنۍ او نړیواله انزوا به نوره هم زیاته کړي.

علیزي له طالب مشرانو غوښتي چې هغه اقدامات چې د ده په وینا، هېواد او خلکو ته زیان رسوي، «ژر تر ژره» پای ته ورسوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ