مجتبی خامنه‌یي د خپل هېواد زده کوونکو ته: مورنۍ ژبه او ملي هویت وساتئ

0
46

د ایران مذهبي مشر مجتبی علي خامنه‌یي، د ښوونځیو او پوهنتونونو د نوي تحصیلي کال د پیل په مناسبت له زده‌کوونکو او محصلینو وغوښتل چې د خپل ملي هویت ریښې، مورنۍ ژبه او د ایران ملي بیرغ وساتي.

خامنه‌یي د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل د نوي تحرک، هیلې او روښانه راتلونکي پر لور د ایران د خلکو د حرکت نښه وبلله او د زده‌کوونکو، محصلینو او هغو ښوونکو او استادانو درناوی یې وکړ چې په وروستۍ جګړه کې وژل شوي دي.

هغه زده‌کوونکو او محصلینو ته سپارښتنه کړې چې د علم، تقوا، پوهې او وړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي او ښوونځي او پوهنتونونه خپل دوهم کور وبولي.

نوموړي ټینګار کړی چې زده‌کوونکي باید د دغو مرکزونو د حریم ساتلو ترڅنګ د فکر او چلند د لوړولو او د پوهې او فکري کچې د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او ښوونځي او پوهنتونونه د هېواد د پرمختګ پر مرکزونو بدل کړي.

د ایران رهبر له حکومتي چارواکو هم وغوښتل چې د ښوونکو او استادانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د اغېزمنو اقداماتو ترڅنګ، په دې برخه کې حکیمانه او مناسب پلانونه جوړ کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ