د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHRF) په افغانستان کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې او د پېښو د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

یاد بنسټ ویلي، د ملکي وګړو د په نښه کېدو په اړه راپورونه باید په جدي ډول وڅېړل شي او د افغانستان ملکي وګړي باید د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د شخړې قرباني نه شي.
دې بنسټ له دواړو لورو غوښتي چې تاوتریخوالی ژر تر ژره راکم کړي، د نړیوال قانون اصول رعایت کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) هم ویلي چې د دوشنبې ورځې په هوايي بریدونو کې په کونړ کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.


