د سولې نړیوالې ورځې په درشل کې؛پر کونړ د پاکستان هوايي بریدونو ملکیان ووژل، پاکستان د ۲۸ وسله‌والو د وژلو ادعا کوي

0
50

د پاکستان پوځي چورلکو نن سهار وختي د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د ملکي وګړو په ګډون یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د طالب چارواکو په وینا، په یوه برید کې د یوې کورنۍ درې وګړي، چې یوه ښځه او دوه نارینه په کې شامل وو، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي، په دغه برید کې د ملکي وګړو ترڅنګ څاروي هم وژل شوي دي.

رویټرز، الجزیرې او نورو نړیوالو رسنیو هم د دغو بریدونو په تړاو د ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه خپاره کړي دي.

بل لورې، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د ترسره شویو بریدونو پر مهال ۲۸ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د بریدونو پر مهال یې د ملکي وګړو د زیان د مخنیوي لپاره لازم اقدامات کړي دي؛ خو طالب چارواکي وايي چې د کونړ په برید کې ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پاکستان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د هوايي بریدونو پر مهال ګڼ ملکي خلک وژلي او ټپیان کړي دي، په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو په دغو مواردو کې د وسله والو د په نښه کولو ادعا کړې ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې افغانان به د پاکستان دغه بریدونه بې‌ځوابه پرېنږدي او «غچ به یې واخلي.»

دا په تیر یوه کال کې څوم هوایي برید دی چې پاکستان یې په افغان خاورې کوي او ګڼ ملکي خلک وژني.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ