اپریدی: په لاهور کې د عمران خان دوه نورې خویندې هم له خپلو ماشومانو سره نېول شوي

0
44

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان خویندې عظمی خان او نورین خان، له خپلو ماشومانو سره، په لاهور کې له خپلو کورونو وړل شوې او تر اوسه یې د ځای په اړه معلومات نه شته.

د اپریدي په وینا، د عمران خان بله خور علیمه خان د عامه نظم د ساتنې د قانون یا «۳ ایم پي او» له مخې نیول شوې او د ۳۰ ورځو لپاره د کوټ لکپت زندان ته لېږدول شوې ده.

نوموړي ویلي، له عظمی او نورین خان سره یې تر پېښې مخکې اړیکه لرله او ورته یې سپارښتنه کړې وه چې له کورونو ونه وځي، خو د ده تر رسېدو مخکې پولیسو او ملکي جامو کسانو هغوی له کورونو ایستلي او وروسته یې اړیکه پرې شوې ده.

اپریدي ادعا کړې چې د عمران خان د خویندو په کورونو کې هم پلټنې شوې او د کورونو د ورانولو راپورونه یې ورکړي دي.

هغه له دولتي ادارو غوښتي چې د ښځو او ماشومانو حقونه رعایت او خپلې چارې د قانون او اساسي قانون له مخې ترسره کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د تحریک انصاف د کارکوونکو پر کورونو چاپې او له ښځو سره ناسم چلند کولی شي په پاکستان کې سیاسي کړکېچ او تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ