د افغانستان اکثریت ګوند: پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه په کلکه غندو

0
46

د افغانستان اکثریت ګوند پر کونړ او پکتیکا د پاکستان د پوځ وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی دی.

دغه ګوند ویلي، پاکستان لا هم د ستراتیژیک عمق پخوانی سیاست تعقیبوي او د افغانستان د اوسني وضعیت له امله یې دغه سیاست لا پیاوړی شوی دی.

د افغانستان اکثریت ګوند دغه راز ویلي، چې په نړیوال نظام کې د بدلونونو له رامنځته کېدو سره ځینې سیمه‌ییز قدرتونه نور پخوانیو نړیوالو اصولو او قوانینو ته ژمن نه دي او پاکستان هم له دې وضعیت څخه د خپلو پراختیا غوښتونکو سیاستونو لپاره ګټه اخلي.

ګوند همداراز د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ ترمنځ روانو نښتو او ترینګلتیاوو ته په اشارې ویلي، چې د دې وضعیت دوام یوازې د افغانانو په خاوره کې د ملکي وګړو کړاوونه او ستونزې زیاتوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ