د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ او پکتیکا د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.
ښاغلي کرزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په دغو بریدونو کې یو شمېر افغانان وژل شوي او ټپیان شوي، چې له امله یې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.

هغه دغه بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض بللي او د پاکستان اوسنی امنیتي وضعیت یې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ناسمو سیاستونو پایله ګڼلې ده.

نوموړي له پاکستانه غوښتي چې په خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب، ښو اړیکو او متمدنې اړیکې لاره خپله کړي.


