د خیبر پښتونخوا، کرمې په سیمه کې پر یوه کور د پاکستاني پوځ د ډرون برید له امله دوه ملکي وګړي سخت ټپیان شوي دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، برید د ټنډوړې په سیمه کې شوی او دواړه ټپیان د سختو ټپونو له امله په نازک روغتیايي حالت کې دي.

خیبر پښتونخوا، شمالې وزیرستان او بلوچستان د پاکستان له هغه ایالتونو څخه دي چې میشت خلک یې د پوځ له ظلمونو او زور زیاتي شکایتونه کوي، چې هممهاله ورسره هغه سندونه هم خپرېږي چې پوځ پر عامو کورونو هوایي بریدونه کوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېری بې ګناه خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.


