د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د جګړې په اړه درې انتخابونه پر مېز دي: «د ایران له منځه وړل، پرېښودل شي چې له اقتصادي پلوه له منځه ولاړ شي، یا له ایران سره هوکړې ته رسېدل.»
ټرمپ دا څرګندونې د فاکس نیوز له خبریال ټري ینګسټ سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي ویلي چې د ایران په اړه د پرېکړې په حال کې دی او ښايي په نږدې راتلونکې کې «ډېرې لویې پېښې» رامنځته شي.

ټرمپ همداراز ویلي چې که د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره د لیدنې فرصت برابر شي، دی ښايي له هغه سره د کتنې لپاره چمتو وي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د تهران له لوري د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا حکومت ته د شرایطو یو لېست وړاندې شوی دی.



