د یو تورن او بریدمن په شمول؛پښتونخوا کې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي!

0
80

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د خیبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې له وسله والو سره د نښتې پر مهال یې ۶ پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، یاد ۶ پوځیان هغه مهال و وژل شول، چې موټریز کاروان یې په هنګو ولسوالۍ کې د مخ پټو وسله والو له سخت او پراخ کمین سره مخ شو.

اعلامیه کاږي، چې د نښتې پر مهال دغه راز ۸ بریدګر هم وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پښتونخوا او ځینو نورو سیمو کې د پاکستاني پوځیانو تلفات وروستۍ کچې ته رسېدلي او سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي چې یو شمېر سیمو کې ګڼ شمېر سرتېرو د بریدونو له وجې د پوځ لیکې پرېښي او دغه بهیر په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ