د امریکا پوځ وايي، د کارابین په سمندر کې یې پر هغه بېړۍ برید کړی چې ادعا کېږي د نشهيي توکو په قاچاق کې ښکېله وه، او په برید کې څلور کسان وژل شوي دي.
د امریکا جنوبي قوماندانۍ په ایکس کې ویلي، استخباراتي معلوماتو تایید کړې وه چې یادې بېړۍ د نشهيي توکو په قاچاق کې فعاله ونډه لرله.
دا برید د امریکا د هغو عملیاتو د کمپاین تازه پېښه ده چې له تېر کال راهیسې د ټرمپ ادارې د نشهيي توکو او له ترهګرو سره د مبارزې په نوم پیل کړی دی.
د امریکا پوځ وايي، د دغه کمپاین له پیل راهیسې په کارابین او ختیځې ارام سمندر کې پر بېړیو د امریکا په بریدونو کې تر ۲۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د بشري حقونو ځینو ډلو دغه بریدونه له قضايي بهیر پرته وژنې بللې دي.


