د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي به سبا، یکشنبه، تهران ته سفر وکړي.
د بقایي په وینا، د نقوي د سفر اصلي تمرکز به د ایران او پاکستان پر دوهاړخیزو اړیکو وي.
نوموړي زیاته کړې چې د دې سفر پر مهال د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب په تړاو د کوم ځانګړي پیغام د تبادلې پلان نشته.


