د بشارالاسد د رژیم پرمهال د مرکزي زندان پخوانی مشر په امریکا کې په ۶۰ کاله بند محکوم شو

0
19

د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د دمشق د مرکزي زندان پخوانی مشر سمیع عثمان الشیخ په امریکا کې په ۶۰ کاله بند محکوم شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی، ۷۴ کلن الشیخ په ۲۰۲۴ کال کې تورن او د روان کال په مارچ کې د شکنجې د ترسره کولو د توطیې او د شکنجې په درېیو مواردو کې مجرم پېژندل شوی و.

د امریکا عدلیې وزارت وايي، نوموړي د زندانیانو د جسمي او رواني ځورونې امر کړی و، څو د اسد د حکومت پر وړاندې د مخالفت مخه ونیسي، او په ځینو مواردو کې یې په خپله هم د بندیانو په ځورولو کې برخه اخیستې وه.

الشیخ له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۸ کال پورې د «عدرا» زندان مشر و.

هغه پر امریکايي چارواکو د خپلو جرمونو د پټولو، په درغلۍ د دایمي استوګنې کارت ترلاسه کولو او د امریکا تابعیت اخیستو د هڅې په تورونو هم محکوم شوی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ