امریکا د ایران لوړپوړو چارواکو ته د ملګرو ملتونو غونډه کې د ګډون اجازه ورکوي

0
33

د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د دغه هېواد د پلاوي نورو لوړپوړو غړو ته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډون ویزې ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران پلاوی به د سفر له محدودیتونو سره مخ وي او د توکو د پېرلو اجازه به هم ونه لري.

د وزارت په وینا، سږکال به د ایران پلاوی د تېر کال په پرتله کوچنی وي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه روانه ده او دواړه لوري د جګړې د پای ته رسولو لپاره وخت ناوخت خبرې هم کوي.

بلخوا، امریکا فلسطیني چارواکو ته د عمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې او د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته هم ویزه نه ده ورکړل شوې.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ