ټرمپ او شي جین‌پینګ؛ سوداګري، تایوان او ایران د واشنګټن د خبرو مهم موضوعات

0
29

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره وګوري. د رویټرز د راپور له مخې، دواړه مشران به د امریکا او چین د اړیکو د مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د خبرو په اجنډا کې د سوداګرۍ او تعرفو ترڅنګ، د بوینګ الوتکو او امریکايي کرنیزو محصولاتو پېر، د پرمختللې ټکنالوژۍ او چپس محدودیتونه او د نایابه منرالونو صادرات شامل دي.

تمه ده ټرمپ او شي د ایران جګړې، له تهران سره د چین اړیکو، د تایوان مسئلې او د مصنوعي ځیرکتیا په اړه هم بحث وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې اوربند د غځولو موضوع هم د ناستې له مهمو بحثونو څخه بلل شوې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ