د پاکستان پوځ وايي، په خیبر پښتونخوا کې د روانې میاشتې په بېلابېلو پېښو او نښتو کې شپږ پاکستاني پوځیان او ۱۰ وسلهوال وژل شوي دي.
د پوځ په وینا، شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شوي چې د نښتې پر مهال شپږ وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ زیاتوي چې په هنګو کې هم په یوه جلا نښته کې څلور نور وسلهوال وژل شوي دي.
د پوځ د معلوماتو له مخې، د سپټمبر په ۱۷مه د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د چاودنې له امله شپږ پوځیان وژل شوي دي.
پاکستاني پوځ وايي، په سیمه کې د نورو وسلهوالو د موندلو او له منځه وړلو لپاره د تصفیې عملیات روان دي او د ترهګرۍ پر وړاندې د «عزم استحکام» په نوم عملیات به دوام ولري.
پوځ په خپلو څرګندونو کې د دغو وسلهوالو د هند له ملاتړ سره د تړاو ادعا هم کړې، خو په دې اړه یې په اعلامیه کې نور جزئیات نه دي ورکړي


