د ټولنیزو رسنیو یوه کارونکي فروغ زمري پر اېکس انفوګرافيک کې د بېلابېلو سرچینو پر بنسټ راغلي ارقام ښيي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغان نجونو او ښځو د زده کړو، روغتیا، رسنیو، سوداګرۍ او کاري فرصتونو په برخو کې پراخ شاتګ شوی دی.
د یونسکو او یونیسف د معلوماتو له مخې، د میلیونونو نجونو د منځنیو زده کړو دروازې تړل شوې، او ښځې له لوړو زده کړو هم محرومې دي.
بلخوا، نړیوال بانک هم د ښځینه کاري ځواک په ګډون کې د پام وړ کمښت ثبت کړی دی.
د دغو محدودیتونو اغېزې یوازې پر ښځو او نجونو نه محدودېږي؛ بلکې نړیوالې ادارې خبرداری ورکوي چې د ښځو له زده کړو او اقتصادي مشارکت څخه محرومول د افغانستان پر روغتیا، اقتصاد او راتلونکي بشري ظرفیت هم اغېز کوي.


