سرچینې وایي، د قطر د ملي امنیت شورا سلاکار او د ترکیې د استخباراتو رییس کابل ته تللي او د طالبانو حکومت له چارواکو سره به وګوري.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د قطر د ملي امنیت شورا سلاکار او د ترکیې د استخباراتو رییس به په کابل کې د طالبانو حکومت د کابینې له ځینو غړو سره خبرې وکړي.
سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې دواړه چارواکي له کابل وروسته کندهار ته هم ولاړ شي او هلته له شیخ هبت الله سره وګوري.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


