پاکستانی خبریال او شنونکی معید پیرزاده وایي، چې د دغه هېواد ټولې مهمې پرېکړې د پوځ د مشر عاصم منیر د شخصي ګټو پر بنسټ کېږي.
پیرزاده د پاکستان د واک پر اوسني جوړښت سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د پوځ په دننه کې بل هېڅ پوځي چارواکی د خپلواکې پرېکړې کولو واقعي واک نه لري.
نوموړي ویلي، په اوسني جوړښت کې د پوځ اصلي تشکیلات له منځه تللي او پوځي افسران نه د پرېکړې کولو واک لري او نه هم د خپل دریځ او عزتنفس د ساتلو توان.
د پیرزاده په وینا، په پاکستان کې مهمې چارې په مستقیم ډول د عاصم منیر تر لارښوونې لاندې ترسره کېږي او د هېواد سترې پرېکړې د عامه ګټو پر ځای د هغه د شخصي ګټو له مخې کېږي.


