د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري ویلي، د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د مکې دفاعي تړون ځینې پوځي او عملیاتي ژمنې محرمانه دي او اسلاماباد به یې جزیات په عامه توګه خپاره نه کړي.
هغه له العربیه سره په خبرو کې ویلي چې د تړون اساسي هدف د درې واړو هېوادونو لپاره د ګډې دفاع پیاوړتیا ده.
د تړون له علني شویو برخو سره سم، که پر یوه غړي وسلهوال برید وشي، دا به د ټولو درېیو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
پاکستان ټینګار کوي چې دغه تړون به د ایران سره د اسلاماباد پر دوهاړخیزو اړیکو اغېز ونه کړي او ماهیت یې دفاعي دی.
دا تړون د اګست پر ۷مه په مکه کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له خوا لاسلیک شو.
د اګست په ۳۱مه درېیو هېوادونو په ریاض کې د ګډې دارالانشاء د جوړولو پرېکړه هم وکړه چې د لومړیو درېیو کلونو لپاره به یې مشري پاکستان کوي.


