د امریکا د استازو مجلس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د نورو پوځي اقداماتو د واک محدودولو لپاره د درېیم ځل په توګه پرېکړهلیک تصویب کړ.
د سيبياېس نیوز د راپور له مخې، پرېکړهلیک د ۲۲۰ موافقو او ۲۰۴ مخالفو رایو په پایله کې تصویب شو او اوو جمهوري غوښتونکو د ټرمپ پر خلاف رایه ورکړه.
د پرېکړهلیک له مخې، له ټرمپ غوښتل شوي چې له ایران سره له جګړې امریکايي ځواکونه وباسي.
د کانګرس د بودجې دفتر اټکل کړی چې د ایران جګړه امریکا ته هره میاشت شاوخوا ۲ تر ۳ میلیارد ډالرو لګښت لري.


