د اسلامي همکاریو سازمان د مکې او مدینې پر سیمو د حوثیانو بریدونه وغندل

0
24

د اسلامي همکاریو سازمان د سعودي عربستان پر مکې مکرمې او د مدینې منورې پر سیمې د حوثي ډلې وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

دغه سازمان ویلي، د حوثیانو دا بریدونه ناوړه او له کرکې ډک دي چې هدف یې د ملکي وګړو وېرول او د اسلامي سپېڅلو ځایونو او جوماتونو حرمت ته سپکاوی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي دارالانشاء په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مکې مکرمې او د مدینې منورې سیمې په نښه کول، د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو د روانو بریدونو په لړ کې خطرناک اقدام دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې سعودي چارواکو وویل، د دوی هوايي دفاعي ځواکونو د مکې مکرمې په جنوب کې د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې وړاندې وویشتله چې د ښار ممنوعه هوايي حریم ته ننوځي.

خو حوثیانو د مکې د په نښه کولو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د سعودي چارواکو ادعا ناسم تبلیغات دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ