د بشري حقونو فعالې څانګه صدیقې ویلي، د افغانستان د راتلونکي برخلیک او مشرتابه د ټاکلو حق د هغو نجونو او هلکانو دی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بېوزلۍ او محرومیت ژوند تېروي.
هغې ټینګار کړی، هغه ځوانان چې له برېښنا، پاکو اوبو او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو بېبرخې دي او د ټولو ستونزو سربېره د ښه راتلونکي هیله ژوندۍ ساتي، د افغانستان اصلي راتلونکي څښتنان دي.
میرمن صدیقي د طالبانو له واکمنۍ وروسته د پخوانیو سیاسي ډلو د بیا واکمنېدو مخالفت کړی او ویلي یې دي، د منلو وړ نه ده چې د مبارزې او قربانۍ بار د ځوانانو پر اوږو وي، خو په لوېدیځ کې مېشت کسان د قومي، جهادي او مافیایي امتیازاتو په مټ بېرته واک ته ورسېږي.
هغې ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی باید د همدې ځوان نسل په اراده وټاکل شي.


