د مولانا فضل الرحمن او پوځي واکمنۍ ترمنځ د روانې شخړې تر شا څه روان دي؟

0
109

لیکوال: رحیم ناصر- پاکستان کې سیاسي او امنیتي کارپوه

ایا مولانا فضل الرحمن رښتیا هم د پوځي واکمنۍ پر وړاندې یوه جدي سیاسي مبارزه کوي، که د دې کړکېچ په پایله کې هڅه کېږي چې د تحریک انصاف سیاسي دریځ کمزوری شي؟

د پاکستان پوځي واکمني د پېچلو او ځیرکو سیاسي تګلارو د جوړولو او عملي کولو وړتیا لري. څرنګه چې پاکستان یو امنیتي دولت دی، نو دلته پوځي واکمنان، په ځانګړي ډول استخباراتي ادارې، سیاسي چارې یوازې له یوې زاویې نه ارزوي، بلکې په یو وخت کې په څو جبهو کې لوبه پر مخ وړي. کله ناکله د سیاسي ډګر پر مخ چې څه لیدل کېږي، اصلي لوبه تر هغه ډېره توپیر لري.

د پاکستان سیاسي تاریخ د دې خبرې شاهد دی چې د ذوالفقار علي بوټو، نواز شریف او عمران خان په ګډون د ګڼو سیاسي مشرانو په واک ته رسېدو کې د پوځي واکمنۍ ونډه تل د بحث موضوع پاتې شوې ده.

بوټو جنرال ایوب خان خپل سیاسي سرپرست ګاڼه، خو بالاخره جنرال ضیاء الحق د ۱۹۷۷ کال د جولای پر ۵مه د هغه حکومت نسکور کړ او د ۱۹۷۹ کال د اپرېل پر ۴مه یې اعدام کړ.

نواز شریف د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر پر ۱۲مه د جنرال پروېز مشرف له خوا له واکه لرې شو. تر هغه وروسته د جنرال قمر جاوېد باجوه د واکمنۍ پر مهال هم د هغه سیاسي کړکېچ دوام درلود او د ۲۰۱۷ کال د جولای پر ۲۸مه سترې محکمې له دندې بې‌صلاحیته کړ.

د عمران خان په اړه هم ورته پوښتنې راپورته شوې دي. د ۲۰۱۸ کال د جولای د ۲۵مې په ټاکنو کې د تحریک انصاف بریا سیاسي مخالفانو د پوځي واکمنۍ د ملاتړ پایله وبلله. خو د ۲۰۲۲ کال د اپرېل پر ۱۰مه د بې‌باورۍ د پرېکړه‌لیک له لارې د هغه د حکومت له نسکورېدو وروسته، د عمران خان او پوځي مشرتابه اړیکې خورا ترینګلې شوې. د ۲۰۲۳ کال د مې د نهمې پېښو دغه کړکېچ نوي پړاو ته داخل کړ، چې سیاسي اغېزې یې لا هم دوام لري.

د مولانا فضل الرحمن مقاومت: رښتینې مبارزه که سیاسي تګلاره؟

د پاکستان په اوسني سیاسي وضعیت کې مولانا فضل الرحمن هم ظاهراً له پوځي واکمنۍ سره مخامخ مقابله کوي. د هغه له څرګندونو او وروستیو سیاسي فعالیتونو داسې ښکاري چې د جدي سیاسي مقاومت هوډ یې کړی دی. خو د مولانا سیاسي مخینې، ګټو او پخوانیو جوړجاړیو ته په کتو، اړینه ده چې دغه شخړه په ژوره او انتقادي توګه وڅېړل شي.

مولانا یو تجربه‌کار سیاستوال دی. هغه له بېلابېلو حکومتونو سره کار کړی او د حالاتو له غوښتنو سره سم د سیاسي جوړجاړي وړتیا هم لري. له همدې امله دا احتمال شته چې اوسنی کړکېچ په یوه پړاو کې د تفاهم او جوړجاړي بڼه خپله کړي.

پوځي واکمني پر سیاسي فشار راوړلو ګڼې وسیلې لري. په دغو وسایلو کې سیاسي ګوښه کول، رسنیز کمپاینونه، قضايي او حقوقي مسایل او د مالي بې‌نظمۍ په اړه د پخوانیو دوسیو بیا پرانیستل شامل دي.

په همدې تړاو له لیبیا او نورو هېوادونو څخه د مولانا فضل الرحمن د احتمالي مالي مرستو موضوع ځانګړی اهمیت لري. زما په واک کې د موجودو اسنادو له مخې، دغه موضوعات باید د سیاسي فشار راوړلو د احتمالي وسیلو په توګه وکتل شي.

همدارنګه، د هغه د زوی او پخواني وفاقي وزیر اسد محمود په اړه هم د یادونې وړ ده چې د وزارت پر مهال د احتمالي مالي بې‌نظمیو په تړاو د پاکستان د ملي احتساب ادارې (نېب) له خوا ورته د خبرتیاوو د لېږلو موضوع راپورته شوې ده.

دلته اساسي پوښتنه دا ده چې ایا په دغو قضیو کې به قانوني اقدام د احتساب د اصولو له مخې ترسره کېږي، که کېدای شي د سیاسي فشار راوړلو لپاره ترې ګټه واخیستل شي؟

که سیاسي مشرانو ته دا پیغام ورکړل شي چې د مقاومت په صورت کې به یې پخوانۍ مالي دوسیې بېرته پرانیستل کېږي، نو دا د سیاسي فشار یوه اغېزناکه وسیله ګرځېدای شي.

د تحریک انصاف سیاسي دریځ او د مولانا ناڅاپي پام‌وړ کېدل

د ټول وضعیت تر ټولو مهم اړخ د تحریک انصاف او عمران خان هغه سیاسي دریځ دی چې د پوځي مداخلې مخالفت پکې کېږي.

د ټاکنو درغلي، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د اتمې د ټاکنو لانجمنه پایله، د عمران خان بندي کېدل، اساسي قانون کې بدلونونه، په قضایه قوه کې بدلونونه، د پارلمان کمزوري کېدل او په سیاسي چارو کې د دولتي ادارو لاسوهنه د تحریک انصاف له اساسي سیاسي غوښتنو څخه دي. په خیبر پښتونخوا کې د والي د واکمنۍ د لګېدو اندېښنو هم سیاسي فضا نوره هم ترینګلې کړې ده.

په داسې وخت کې د مولانا فضل الرحمن او پوځي واکمنۍ ترمنځ شخړې ته ناڅاپه د سیاست او رسنیو د بحثونو د اصلي موضوع بڼه ورکول ګڼې پوښتنې راپورته کوي.

ایا دا یوازې تصادف دی چې کله د پوځي مداخلې او ټاکنیز ولسي واک په اړه د تحریک انصاف سیاسي دریځ د خلکو په منځ کې پیاوړی کېده، په هماغه وخت کې د مولانا سیاسي شخړه د بحث تر ټولو مهمه موضوع وګرځېده؟

د مولانا ځینې متضادې څرګندونې، د پاکستان د پوځ د شهیدانو په اړه د هغه پر دریځ سخت غبرګونونه، په اېکس (پخواني ټویټر) کې د هغه پر ضد د یوې منظمې ښکاره کېدونکې تبلیغاتي مبارزې پیل او وروسته د هغه پرله‌پسې دفاع، دغه بحث نور هم مهم کړی دی.

د دې وضعیت یوه احتمالي سیاسي پایله دا ده چې د تحریک انصاف اساسي غوښتنې تر سیوري لاندې شوې او د رسنیو او ټولنیزو شبکو پام د مولانا شخصیت او څرګندونو ته واوښت.

البته، د کومې مخکې له مخکې جوړې شوې نقشې یا پلان د ادعا لپاره لا ډېرو شواهدو ته اړتیا ده، خو سیاسي پایلې هم له پامه نه شي غورځېدای.

که د اپوزېسیون پام د ټاکنیز ولسي واک، د اساسي قانون د برلاسۍ او د سیاسي بندیانو له موضوعاتو څخه واوړي او د خپلو داخلي اختلافاتو او د سیاسي شخصیتونو مخالفت ته محدود شي، نو په پای کې به یې ګټه د واک اوسنیو مرکزونو ته ورسېږي.

لاریونونه، نیونې او سیاسي پایلې

د مولانا له خوا د لاریونونو او د سړکونو د تړلو اعلانونه هم باید په همدې چوکاټ کې وڅېړل شي.

د لاریونونو پر مهال د جمعیت علمای اسلام د غړو او مشرانو نیول کېدل، نظر‌بندي او د مولانا د احتمالي رضاکارانه نیولو په اړه د دې ګوند د ویاند اسلم غوري څرګندونو نورې پوښتنې هم راپورته کړې دي.

که مولانا رښتیا هم د پوځي واکمنۍ پر وړاندې یوه پرېکنده سیاسي مبارزه کوي، نو اړینه ده چې دا مبارزه یوازې د خپل ګوند تر چوکاټ پورې محدوده نه کړي، بلکې له نورو اپوزېسیوني ګوندونو سره په ګډ سیاسي غورځنګ بدله کړي.

که داسې ونه کړي، نو دا تاثر به پیاوړی شي چې د دې ټولې شخړې پایله د تحریک انصاف د سیاسي دریځ کمزوری کول او په خیبر پښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام د یوې بدیلې سیاسي قوې په توګه راڅرګندول دي.

د اپوزېسیون لپاره پرېکنده ازموینه

په راتلونکو ورځو کې به یوازې مولانا فضل الرحمن نه، بلکې تحریک انصاف، محمود خان اڅکزی او نور اپوزېسیوني ګوندونه هم له یوې مهمې ازموینې سره مخ وي.

دوی باید درک کړي چې په پاکستان کې د ولسواکۍ لپاره مبارزه د سیاسي شخصیتونو له ملاتړ یا مخالفت څخه ډېره پراخه موضوع ده. دا مبارزه د اساسي قانون، پارلمان او د خلکو د رایې او ولسي واک د ساتنې په معنا ده.

مولانا ته هم په کار ده چې په خپل اوسني سیاسي مقاومت کې نور اپوزېسیوني ګوندونه له ځانه سره مل کړي، د هغوی باور ترلاسه کړي او د ګډ ولسواکانه سیاسي تګلارې پر بنسټ مخته ولاړ شي.

د ټاکنو روڼتیا، د قضایه قوې خپلواکي، د پارلمان برلاسي او د دولتي ادارو د اساسي قانون له مخې د ټاکل شویو واکونو او حدودو رعایت باید د ټولو اپوزېسیوني ګوندونو ګډې غوښتنې وي.

اساسي پوښتنه دا نه ده چې د مولانا فضل الرحمن او پوځي واکمنۍ ترمنځ به څوک بریالی کېږي؛ بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې د دې شخړې په پایله کې به د پاکستان ولسواکي پیاوړې شي، که اپوزېسیون به لا ډېر ټوټه او وېشل شوی شي؟

که د مولانا مقاومت اپوزېسیون سره یو موټی کړي، نو دا به د ولسواک سیاست لپاره یو مثبت ګام وي. خو که د دې مقاومت په پایله کې د تحریک انصاف سیاسي دریځ کمزوری شي، اپوزېسیون ووېشل شي او د پارلمان د برلاسۍ مبارزه تر سیوري لاندې راشي، نو ګټه به یې پوځي واکمنۍ ته ورسېږي.

په پای کې تاریخ د سیاستوالو د څرګندونو پر بنسټ نه، بلکې د هغوی د سیاسي کړنو او پایلو له مخې قضاوت کوي. مولانا فضل الرحمن هم باید خپله اوسنۍ سیاسي مبارزه د همدې معیار له مخې وارزوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ