د پاکستان د جمعیت علمای اسلام حقوقي سلاکار کامران مرتضی د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی د یوه سیاسي ګوند په توګه فعالیت کوي، نه پوځي امرونه مني او نه د پوځيانو په څېر فکر کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې ګوند یې د فورم ۴۷ تابع هم نه دی.
تردې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ ویلي وو، مولانا فضل الرحمن باید پرېکړه وکړي چې د پاکستان ترڅنګ درېږي او که د افغانستان او طالبانو ملاتړ کوي.


