شاه محمود میاخیل:د مادرید غونډه د اسلام‌اباد او لندن د ناستو دوام دی؛ د پاکستان د استخباراتو د نفوذ ادعا یې وکړه

0
102

د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخیل د مادرید غونډې ته په غبرګون کې د ځینو افغان سیاسي او ټولنیزو څېرو پر اړیکو او سیاسي فعالیتونو سختې نیوکې کړې او ادعا یې کړې چې د دغې غونډې تر شا د پاکستان د استخباراتي کړیو لاس دی.

ښاغلي میاخیل ویلي، دغه کنفرانس د اسلام‌اباد او لندن د پخوانیو ناستو په دوام جوړ شوی دی.

هغه ادعا کړې چې، د غونډې کوربه او تنظیموونکي له هغو مرکزونو سره اړیکې لري چې د پاکستان له استخباراتي ادارې (ای‌اېس‌ای) سره تړاو لري.

نوموړي همداراز تور پورې کړی چې ځینې کسانو د جمهوریت پر مهال د خپلو اړیکو له لارې د افغانانو ترمنځ قومي، ژبني، مذهبي او سیمه‌ییز اختلافونه پارول او اوس هم ورته فعالیتونه کوي.

شاه محمود میاخیل له افغانانو غوښتي چې د هغو کسانو د فعالیتونو په اړه هوښیار واوسي چې د ملي یووالي پر ځای د تفرقې او نفاق د خپرولو هڅې کوي.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د مادرید غونډې د ګډونوالو پر سیاسي سابقې، اړیکو او د غونډې پر موخو نیوکې او بحثونه مخ په پراخېدو دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ