سپاه پاسداران: هرمز تنګي کې دوه نفت‌وړونکې بېړۍ د سمندري ماینونو ښکار شوې

0
19

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک ادعا کړې چې د هرمز تنګي په ختیځه او سوېلي برخه کې یې دوه نفت‌وړونکې بېړۍ د سمندري ماینونو په چاودنو کې زیانمنې کړي او یوه کانتینري بېړۍ یې هم په نښه کړې ده.

د سپاه سمندري ځواک په یوه اعلامیه کې ویلي، دوه نفت‌وړونکې بېړۍ د هرمز تنګي له غیرمجازو لارو د پټې تېرېدنې پر مهال له سمندري ماینونو سره لګېدلي، چې له امله یې په ماشین‌خونو کې چاودنې او سختې اورلګېدنې رامنځته شوې دي.

د اعلامیې له مخې، دوې نورې نفت‌وړونکې بېړۍ د پېښې له لیدلو او د سپاه سمندري ځواکونو له راډیويي خبرداري وروسته بېرته خلیج فارس ته ستنې شوې دي.

سپاه همداراز ویلي، چې نن مازیګر یې د عمان د خصب بندر شمال ته، د هرمز تنګي په سوېلي سیمه کې یوه کانتینري بېړۍ هم په نښه کړې ده.

د سپاه پاسداران په وینا، دغې بېړۍ خپل د موقعیت معلومولو سیسټمونه بند کړي وو او له غیرمجازې لارې یې د تېرېدو هڅه کوله.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ