غزه کې د حماس امنیتي مسوول له خپلې مېرمنې او دوو لوڼو سره وژل شوی

0
58

د غزې په شمال کې د حماس د کورني امنیت ادارې مسوول محمد ماجد ابوالعوف د اسرائیلو په هوايي برید کې له خپلې مېرمنې او دوو کم‌عمره لوڼو سره وژل شوی او ۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، برید د چهارشنبې په سهار د غزې ښار لوېدیځ ته په الشاطي کډوالو پنډغالي کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ شوی دی.

د غزې د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې برید کې ۴۷ کلن ابوالعوف، ۴۱ کلنه مېرمن او ۱۵ او ۱۳ کلنې لوڼې یې وژل شوې دي.

د اسرائیلو پوځ هم فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې یې د حماس یو غړی په نښه کړی، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

دا برید د حماس د کورني امنیت ادارې د عمومي مشر نعیم ابونحل تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته شوی دی.

نوموړی د سې‌شنبې په ورځ د غزې ښار په لوېدیځه برخه کې د اسرائیلو په برید کې وژل شوی و.

د راپورونو له مخې، د وروستیو بریدونو له امله د غزې د کورني امنیت ادارې دوه لوړپوړي چارواکي په ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ