خالد ځدراڼ:کابل کې شپږ کسان د امنیتي ځواکونو د درېدو امر ته له نه پاملرنې وروسته ووژل شول

0
59

د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو او شپږو مشکوکو غلو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په پایله کې ټول شپږ کسان وژل شوي دي.

نوموړی وايي، پېښه د شپې شاوخوا دوه بجې هغه مهال رامنځته شوې چې امنیتي ځواکونو یو موټر تعقیباوه او سپرو کسانو یې د درېدو امر ته له نه پاملرنې وروسته له امنیتي ځواکونو سره متقابلې ډزې کړې دي.

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو د پېښې په ځای کې له وژل شویو کسانو څخه درې توپنګچې او دوه برچې هم ترلاسه کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ