د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې درې پاکستاني وګړي یې دغه هېواد ته د هیرویینو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.
د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې، د اعدام حکم د نومبر په ۲۴مه، د سېشنبې په ورځ، په مکه مکرمه ښار کې عملي شوی دی.
د دغه وزارت په وینا، د تورنو کسانو قضیې له بشپړو څېړنو او قضايي بهیر وروسته وروستۍ شوې او د استیناف محکمې او سترې محکمې له تأیید وروسته یې د اعدام پرېکړه د پاچا په فرمان عملي شوې ده.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور پر وړاندې به سختو اقداماتو ته دوام ورکړي.


