دین‌محمد حنیف له یوناما د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې

0
35

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې رباب فاطمې سره په لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د راستنېدونکو کډوالو پر ستونزو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، حنیف په دې لیدنه کې د اقتصادي زیربناوو، کورنیو تولیداتو، صادراتو او پانګونې په برخو کې د پرمختګونو یادونه کړې او د اقتصادي بندیزونو او محدودیتونو د لرې کولو ترڅنګ یې د افغانستان د اسعارو زېرمو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د وچکالۍ، اقلیمي بدلونونو، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ ستونزو ته په اشارې، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې یوازې پر بېړنیو بشري مرستو محدودې نه کړي، بلکې د دوامدارو پراختیایي پروګرامونو، کاري فرصتونو او اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره هم زمینه برابره کړي.

بل لور ته، د یوناما مشرې رباب فاطمې د بشري او پراختیایي همکاریو د دوام، د خصوصي سکټور د ملاتړ او له نړۍ سره د افغانستان د سیاسي تعامل د ښه‌والي لپاره د هڅو ډاډ ورکړی دی.

هغې همداراز د طالبانو حکومت ادارو سره د همغږۍ پر پیاوړتیا او د افغانانو د اقتصادي او معیشتي وضعیت د ښه‌والي لپاره د زیاتو سرچینو پر راجلبولو ټینګار کړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ