د پاکستان پخوانی سفیر:له افغانستان سره دې د پوځي فشار پر ځای د خبرو او اقتصادي همکاریو لاره غوره شي

0
87

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان له اسلام‌اباده غوښتي، چې له کابل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره دې پوځي اقدامات پرېږدي، سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي او د امنیتي ستونزو د ګډ حل لپاره دې یوه ستراتیژیکه هوکړه وکړي.

نوموړي په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، د دواړو هېوادونو د اختلافاتو حل د پوځي فشار پر ځای رغنده تعامل، متقابل باور او د استخباراتي معلوماتو پر شریکولو ولاړ دی.

هغه وړاندیز کړی، چې ترکیه، قطر، سعودي عربستان او چین دې هم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د باور جوړولو او امنیتي همکاریو په برخه کې رول ولوبوي.

منصور احمد خان ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له څه باندې دوو میلیاردو ډالرو څخه ۵۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې او د لارو تړل کېدل تر ډېره عادي خلک زیانمنوي.

د هغه په وینا، د سوداګریزو لارو بېرته پرانیستل او د اقتصادي همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او طالبانو حکومت اړیکې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو، امنیتي اختلافاتو، سرحدي نښتو او د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله له کړکېچ سره مخ دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ